د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: په نښته کې دوه سرتېري او درې وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، د منځني کورمې په زاوه کې د وسله والو د لټون عملیات روان دي.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، د منځني کورمې په زاوه کې د وسله والو د لټون عملیات روان دي.

د منځنۍ کورمې په زاوې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې دوه سرتېري او درې وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۳مه په بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۱۲مه په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ د معلوماتو تر حاصلولو وروسته هلته عملیات وکړل.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني نښته تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

خپلواکه سرچینې وايي، په نښته کې پینځه سرتېري وژل شوي خو په کورمه کې یوه استخباراتي چارواکي یوازې د دوو اېف سي سرتېرو مړینه تایید کړه.

ده د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د هغو مزدورانو د لټون عملیات کول چې د جون په پای کې تښتول شوي ول.

ای اېس پي ار وايي، ځواکونو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات کوي.

د سیمې انتظامي چارواکي او ځايي مشران وايي، نښته د جولای ۱۲مې تر شپې ناوخته روانه وه.

په منځنۍ کورمه کې د تاوتریخوالي دا پېښه پر داسې وخت شوې چې د جولای پر ۱۱مه په سام سيمه کې د سکرو (کويلې) له يو کان سره نېږدې د یو کس مړی وموندل شو.

د کورمې د پولیسو مشر طاهر اقبال په وینا، په مرمیو ویشتلی جسد د خیبر پښتونخوا د اکوړي د محمد کاشف دی چې د جولای پر ۱۱مه یې موندلی دی چې د جون پر ۲۷مه له پينځو نورو کسانو سره تښتول شوی وو.

د ده په خبره، د نورو تښتول شویو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه لري.

دوه اوونۍ وړاندې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي وو چې وسله والو ۱۶ مزدوران هغه مهال له سنګړوي سره نېږدې له ځان سره بیولي ول چې کله هغوی په سیمه کې موبایل ستنې (ټاورې) لګولې.

د دوی په وینا، وسله والو هغه مهال ۱۰ مزدوران پرېښي ول خو شپږ نور کسان چې د کورمې اوسېدونکي نه ول، یې له ځانه سره یوړل.

له دوی څخه یې د محمد کاشف مړی د اتوار پر ورځ وموندل شو او پاتې پينځه مزدوران - د دیر محمد انس او امداد خان، د اکوړي محمد اصف او ګل فراز او د چارسدې محمد فرمان - لا هم ورک دي.

تحریک طالبان پاکستان د مزدورانو د تښتولو ذمه واري منلې.

زاوه، دراڼۍ شګۍ او سام د منځنۍ کورمې برخې دي چې په تېرو وختونو کې پکې د پاکستان پوځ د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات هم کړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG