د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا مبالغه ده چې طالبانو د افغانستان ۸۵ فیصده خاوره نیولې: پاکستان پوځ


طالب مشرانو د جون پر نهمه نېټه د ماسکو د سفر پر مهال په خبرې غونډې کې ادعا کړې وه چې د افغانستان ۸۵ فيصده سيمه يې قبضه کړې ده.
طالب مشرانو د جون پر نهمه نېټه د ماسکو د سفر پر مهال په خبرې غونډې کې ادعا کړې وه چې د افغانستان ۸۵ فيصده سيمه يې قبضه کړې ده.

د پاکستاني پوځ وياند مشر مېجر جنرال بابر افتخار د افغان طالبانو له خوا د افغانستان ۸۵ فيصده سيمو د نيولو ادعا مبالغه بللې ده.

د جولای پر ۱۰مه د پاکستان شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نيوز سره په ځانګړې مرکه کې د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر مېجر جنرال بابر افتخار ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان له ۴۵ واخلې تر ۵۰ فيصده مځکه نيولې ده.

طالب مشرانو د جون پر نهمه نېټه د ماسکو د سفر پر مهال په خبرې غونډې کې ادعا کړې وه چې د افغانستان ۸۵ فيصده سيمه يې قبضه کړې ده.

بابر افتخار د طالبانو اوسنۍ جګړه يو جارحانه مرحله وبلله او وې ويل چې بايد مسله د خبرو له لارې حل شي که نه نو د ده په وينا ، دا ستونزه به په کورنۍ جګړه واوړي.

د مېجر جنرال بابر افتخار په وینا، په افغانستان کې کورنۍ جګړه به د هيچا هم په ګټه نه وي.

دا په افغانستان کې د تشدد تر زياتېدو وروسته لومړی ځل دی چې د هغه هېواد په اړه د پاکستاني پوځ تفصيلي دریځ مخې ته راغلی دی.

د نوموړي ټوله مرکه د افغانستان د حالاتو په اړه وه چې پکې يې د سولې عمل، د هند اندېښې، د امريکايي ځواکونو وتلو او د بین الافغاني مذاکرات ترڅنګ د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

افغان حکومت او ولس تور لګوي چې د هېواد د ناامنيو سرچينه يې پاکستان دی خو بابر افتخار د نورو حکومتي چارواکو په څېر دا تور رد کړ.

افغان ولسمشر اشرف غني د جولايي‌ پر ۱۰مه په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د هیواد له نامه یادولو پرته وویل، "اوس افغانان په دې کې شک نه لري، چې وسله وال له کومه ځایه راځي او مرکزونه يې چیرې دي؟"

نوموړي وویل، د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې د افغانستان په تېر تاریخ کې ساری نه لري او اوس هم په سوله ټینګار کوي.

ولسمشر اشرف غني‌ په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ويې ویل چې هغوی د افغانستان لپاره نه، بلکې دې لپاره جنګیږي، چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسته واچوي.

طالبان دا خبره نه مني چې ګواکې دوی رښتیا هم د کوم بل هیواد په لمسه په افغانستان کې د حکومت ضد جګړه کوي.

د امریکايي‌ او نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل راهسې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ډېره توندي راغلې ده.

افغانستان له اروپايي هېوادونو خواست کړی چې د طالبانو له خوا د تشدد زياتېدو او د کورونا وايرس له کبله دې هغه هېواد ته تر راتلونکو درو مياشتو پورې د افغان پناه غوښتونکو جبرې ستنېدنه ودروي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدنې وزارت د جولای پر لسمه نېټه بيان کې ويلي چې جنګي حالت او د کورونا وایرس ناورغۍ درېيمې څپې په هغه هېواد کې اقتصادي او ټولنيزه ناارامي رامنځ ته کړې ده.

د وزارت په خبره، هم له دې امله دوی د افغان کډوالو د ورستنېدو خبرې اندېښمن کړي دي. وزارت زياتوي چې ترڅو هلته حالت ښه شوی نه وي تر هغو فکر نه کوي چې په زوره د ورلېږدل کېدونکو کډوالو لپاره د هېواد اوسني شرایط مناسب دي.

په بيان کې په هېواد دننه د خلکو بېکوره کېدو کې پر زياتوالي او د پناه غوښتنکو بهرنيو هېوادونو ته د تلو پر نوې څپه اندېښنه ښودل شوې ده.

XS
SM
MD
LG