د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنګ ملامتي د طالبانو پر غاړه ده: ولسمشر غني


افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې د افغانستان په تېر تاریخ کې ساری نه لري او اوس هم په سوله ټینګار کوي.

نوموړي په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ويې ویل چې هغوی د افغانستان لپاره نه، بلکې دې لپاره جنګیږي، چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسته واچوي.

افغان ولسمشر یادې څرګندونې د جولای پر ۱۰مه په خوست کې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو یوې غونډې ته وکړې.

ولسمشر غني په دې ورځ د یو شمیر نورو دولتي چارواکو سره د خوست د نوي هوايي ډګر د پرانیستې لپاره دې ولایت ته ورغلی و.

ولسمشر غني غونډې ته په خبرو کې زیاته کړه، په لومړي ځل اوربند افغان دولت ټینګ کړ، چې هغه د افغانانو تر منځ د خبرو اترو او د یو بل د منلو ورځې شوې او دلته اختر په یو ملي جشن بدل شو او ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې دا یو موټی ملت دی.

افغان ولسمشر که څه هم په خپلو خبرو کې د هېواد وروستیو امنیتي پيښو په اړه څه ونه ویل، خو یادونه يې وکړه، اوس افغانان په دې کې شک نه لري، چې وسله وال له کومه ځایه راځي او مرکزونه يې چیرې دي؟

افغان ولسمشر طالبان د ټولګټو تاسیساتو، پلونو، سړکونو او تاسیساتو په ویجاړولو هم تورن کړل او ويې وویل، دوی په دې وروستیو کې ارغنداب کې درې پلونه چې تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې ورباندې لګښت شوی و، والوځول.

افغان ولسمشر محمداشرف غني سره خوست ته په سفر کې د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح، د چارو د ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رییس، یو شمېر سلاکار وزیرانو او په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو ملتیا کوله.

په غونډه کې د خوست قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانانو د "نه نظام" بدبختی لیدلې او بیا يې تکرار نه غواړي.

قومي مشر توریالي منګل وویل، د خوست ولسونه د نظام ملاتړ کوي او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي:

"که چیرې نظام نه وي، د دغو بدبختیو لمن به ګوټ ګوټ ته څه چې د هر افغان کور ته به ورسیږی، نو په دې اساس نظام نه ملاتړ کوو، کړی مو دی او انشاالله بیا هم په دې لاره کې قربانۍ ته حاضر یو. "

خوستیو نجونو او میرمنو بیا د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګاره لاره.

مدني فعالې نورین په خپلو خبرو کې وویل، افغان ښځې نه غواړي چې یو ځل بیا دې له ښوونځیو منع او د جهالت په تیارو کې دې وساتل شي:

"موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې یو ځل بیا دې نجونې له ښوونځیو څخه منع شي او د جهالت په تیارو کې دې وساتل شي، او موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې یو ځل بیا مو د ارام ژوند او پرمختګ پر وړاندې خنډ شي."

د خوست هوايي ډګر چې ودانیزې چارې يې خواوشا ۱۰ کاله وړاندې پیل شوې وې، په رسمي ډول ورته نړیوال پروازونه هم پیل شول او په دې ورځ د دوبۍ مساپر هم خوست ته راغلل چې د ولسمشر غني لخوا ورته هرکلی وویل شو.

XS
SM
MD
LG