د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د خپلې واکمنۍ د دورې پرتله بدل شوي او که نه؟


طالبانو پر یوه وخت هم په افغانستان کې دننه د حکومت ضد جګړې ته دوام ورکړی دی او هم یې د سیاسي دفتر پلاوی بېلا بېلو هیوادونو ته سفرونه او ملاقاتونه کوي.
طالبانو پر یوه وخت هم په افغانستان کې دننه د حکومت ضد جګړې ته دوام ورکړی دی او هم یې د سیاسي دفتر پلاوی بېلا بېلو هیوادونو ته سفرونه او ملاقاتونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي چې د ده په وینا، نوي مهذب طالبان ښايي د جګړې پر ځای خبرې اترې غوره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر ۱۱مه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې له خبریالانو سره په غیررسمي خبرو کې کړې دي.

خو نوموړي دا هم ویلي چې پاکستان به په افغانستان کې هر هغه حکومت ومني چې د ده په خبره د افغان ولس ملاتړ ورته حاصل وي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته په وینا کې ویلي وو چې افغان طالبان په جامه ساده دي خو په اصل کې ډېر قابل او ځیرک دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بیانونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان پر بهرنۍ تګلاره نیوکه کوونکي دا د پاکستان له خوا د افغان طالبانو د یو ښه تصویر وړاندې کولو هڅه ګڼي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د دورې پرتله اوس رښتیا هم بدل شوي او که څنګه؟

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي وايي، د دې پوښتنې ځواب د هغو سیمو له حالاتو لګېدای شي چې طالبانو تازه تر خپل واک لاندې راوستلې دي.

په دې سیمو کې یوه هم د بلخ ولایت بلخ نومي هغه ولسوالۍ ده چې طالبانو په دې وروستیو کې نیولې او ورسره یې پکې خپل احکام جاري او عملي کول پیل کړي دي.

د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکو د جولای پر پنځه امریکا غږ راډیو ته ویلي چې طالبانو په زور په خلکو ږېرې پرېږدي، په زور لمنځونه په کوي او ښځې بې له محرمه بهر نه پرېږدي.

خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وايي طالبانو نه ترواک لاندې پخوانیو سیمو او نه هم اوس نیولو سیمو کې داسې څه کړي چې ګواکې دوی بدل شوي دي.

ده وویل، "زه فکر نه کوم چې طالبان دې د خپلو پخوانیو سختو پالېسیو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او تعلیم، د نظام د څرنګوالي په هغه کې د برخې په اړه داسې اشارې کړې وي چې ګواکې دوی پکې بدلون راوستی دی، د بېلګې په توګه په هغو سیمو کې چې له وړاندې د دوی په ولکه کې وې لکه د هلمند سنګین، موساکلا نوزاد او داسې نورې. هلته اوس هم د نجونو تعلیم نشته."

طالبانو پر یوه وخت هم په افغانستان کې دننه د حکومت ضد جګړې ته دوام ورکړی دی او هم یې د سیاسي دفتر پلاوی بېلا بېلو هیوادونو ته سفرونه او ملاقاتونه کوي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د قطر د سیاسي دفتر استازي یې په ویناوو، مرکو او بیانونو کې وايي چې دوی د اسلام په چوکاټ کې دننه ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

خو د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکی داود محمدي وايي، په جګړه کوونکو طالبانو او په قطر کې ناستو طالبانو کې ډېر فرق دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې خلک په قطر کې د ناستو طالبانو خبرو ته ګوري او داسې انګېري چې کواکې طالبان اوس بدل شوي دي.

داود محمدي زیاته کړه، "دا خو څو کسان دي او دوی بیا پر هغو طالبانو هیڅ واک نه لري کوم چې په جګړه کې ښکېل دي، دوی دوې بېلې ډلې دي، د سیاسي چارو بېل دي او وسله وال بېل دي، وسله وال یې د پخوا پرتله سل فیصده نور متشدده شوي دي، هغوی ځان اوس فاتحین بولي، چې ځان فاتحین بولي نو مطلب یې دا شو چې پخوانی طریقه کار سم بولي او په راتلونکي کې به هم هغه پر مخ وړي."

د سیاسي چارو شنونکی هاشم وحدتیار وايي، د طالبانو سیاسي استازي نرم او ډپلوماټیک دي خو وسله وال یې هم هغسې سخت دریځي‌ دي.

وحدتیار وویل، " په قطر کې د طالبانو سیاسي مشران ډېر نرم دي، ډېر ښه ډپلوماټیک چلند کوي او د افغانستان په مسلو کې هم ډېر نرم دي،‌ د دوی هڅه هم دا ده چې په افغانستان کې یو سیاسي جوړجاړی وشي خو په جګړه کې ښکېل کومندانان یې ډېر سخت دریځي دي‌ او غواړي چې په ټول افغانستان کې امارت او شریعت عملي‌ کړي."

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر نسکورېدو اوس ۲۰ کاله وخت تېر شوی دی. داود محمدي وايي په دې دوو لسیزو کې افغانستان په مجموعي توګه ډېر بدل شوی دی.

د ده په وینا، دا امکان نه لري چې ولس دې طالبان له خپل سخت دریځو پالېسیو سره ومني.

خو د ده په وینا، :"که چېري طالبان په خپل دریځ‌ کې نرمي راولي نو ښايي له ولس سره یو نقطې ته ورسېږی خو که طالبان له خپل پخواني دریځ سره راځي او په زور واک تر لاسه کوي نو پرضد به یې د ولس د غوښتنو او نظریاتو پټه جګړه روانه وي."

طالبانو چې کله په ۱۹۹۶م کال کې افغانستان نیولی وو نو په ټوله نړۍ کې یوازې پاکستان، متحده عرب اماراتو او سعودي عرب یې حکومت په رسمیت پېژندلی وو.

XS
SM
MD
LG