د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ازبکستان غونډه کې ګډون کوي


په تاشقند کې په نړیواله غونډه کې د افغانستان پر امنیت، ثبات او د هغه هېواد پر بیارغونه خبرې کېږي - پخوانی انځور.
په تاشقند کې په نړیواله غونډه کې د افغانستان پر امنیت، ثبات او د هغه هېواد پر بیارغونه خبرې کېږي - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی تامس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري د ازبکستان په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره تاشقند ته ځي.

وزارت د جولای پر ۲۵مه په بیان کې ویلي دي چې دواړه استازي د افغانستان په اړه په کنفرانس کې ګډون کوي چې هلته له افغانانو سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړي.

په تاشقند کې د جولای پر ۲۵مه په پیل شوې دوه ورځنۍ غونډه کې د کوربه هېواد ازبکستان او افغانستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ورغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې په کنفرانس کې به یې چارواکي له طالبانو هم وغواړي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې په اړه خپل مکلفیتونه پوره کړي.

غونډه په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نېږدې یو کال پوره شوی خو تر اوسه یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه یې د ازبکستان په نړیواله ناسته کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هغه هېواد ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د جولای پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، چې هغه پلاوی په کنفرانس کې د بېلابېلو مسایلو او د افغانستان د اړتیاوو په اړه له ګډونوالو سره خپلې خبرې شریکي کړي. " په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو او سېکټورونو استازي برخه لري. طالب پلاوی به هلته د افغانانو اړتیاوې، د اسلامي امارت داعیه او د خلکو غوښتنې به هلته مطرح کېږي."

اخوا هندیو رسنیو ویلي دی، چې د افغانستان په اړه "د امنیت او اقتصادي پیاوړتیا" په نړیوال کنفرانس کې یې یو پلاوی ګډون کوي. تر دې مخکې، پاکستان هم تاييد کړې وه چې د افغانستان په اړه د ازبکستان په ناسته کې برخه اخلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۳۰مه په بیان کې ویلي ول چې په غونډه کې د افغانستان "پر ثبات، امنیت او بیارغونه" بحث کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG