د پاکستان د دولتي ادارو د خصوصي کولو یا نجکارۍ کمېشن سلاکار محمد علي ویلي، د نیلامۍ د پیسو ۹۲.۵ سلنه برخه د پي ای اې پر ښه کولو، د پورونو پرې کولو او د الوتکو پر ترمیم لګوي.
په پاکستان کې د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کسان یې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه د کراچۍ ښار په ډیفينس سیمه کې نیولي دي.
سازمان وايي، د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال چارواکو په "سخته یخنی کې پر سوله ییزو پرلتوالو" چې غوښتل يې د عدالتي حکم له مخې د پي ټي ای له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړي، اوبه وپاشلې او تیت و پرک یې کړل.
اېس اېس پي انور کهیتران دعوه کړې ده چې پولیسو او رېنجر ځواکونو سمدستي په ګډه عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې له ۱۹ تښتول شویو کسانو څخه ۱۰ یې راخوشې کړل خو د پاتې نهو کسانو لا هم درک نشته.
محمد صادق دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په تهران کې د "د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" کړې دي.
ای اېس پي ار کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.
نور وښیئ