د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري له دندې څخه د اسلام اباد های کورټ د یو قاضي لیرې کول تایید کړي دي


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په بیجنګ کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په بیجنګ کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له دندې څخه د اسلام‌اباد های کورټ د قاضي طارق محمود جهانګیري لیرې کول تایید کړي دي.

د ولسمشر دفتر د ډېسېمبر پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې زرداري دا پرېکړه د وزيراعظم شهباز شريف په مشوره کړې ده.

د قاضي طارق محمود جهانګیري ټاکنه تر هغې وروسته رد شوې د اسلام‌اباد های کورټ دوه کسيزې جرګګۍ یې د "قانون ډګري (بریلیک) جعلي" وبلله.


د اسلام‌اباد های کورټ د مشر قاضي سردار محمد سرفراز ډوګر په مشرۍ جرګګۍ د يو قانوني غوښتنلیک (درخواست) پر بنسټ پرېکړه وکړه چې د جهانګیري د قانون ډېپلوم یا بریلیک اعتبار نه لري او د کراچۍ پوهنتون په اسلامیه لا کالج یا پوهنځي کې د هغه د اسنادو رېکارډ نه شته.

قاضي جهانګیري په ۲۰۲۰ز کال کې د اسلام‌اباد های کورټ جج ټاکل شوی وو. نوموړی د هغو شپږو ججانو له ډلې وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې سپریم کورټ ته په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مداخلې په اړه استولی خط لاسلیک کړی وو.

د پاکستان ځينو رسنيو خبر ورکړی چې دا پرېکړه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې قاضي جهانګیري د اسلام اباد های کورټ پر چيف جسټس قاضي ډوګر د "طرفدارۍ یا جانبدارۍ" تور پورې کړ او له وفاقي اييني عدالته یې غوښتنه کړې چې د اسلام‌اباد های کورټ هغه وروستۍ پرېکړه لغوه کړي چې د قانون ډګرۍ په اړه یې د درخواست اورېدنې لپاره شوې وه.

جسټس قاضي طارق محمود جهانګیري پر هم هغه ورځ په سترې عدلي شورا (سپریم جوډیشل کونسل) کې د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس ډوګر پرضد رسمي شکایت هم درج کړی وو.

په پاکستان کې سپریم جوډیشل کونسل د اعلا عدالتونو د قاضیانو پر وړاندې د بېلابېلو تورونو د پلټنو او څېړلو چارې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG