د پاکستان د سېند صوبې چارواکي وايي نامعلومو وسلوالو له صادق اباده کوټې ته له روان بس څخه ۱۹ کسان تښتولي دي.
د سېند صوبې د ګهوټکي ضلعې د پولیسو مشر، اېس اېس پي انور کهیتران، د ډېسېمبر په ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د ګهوټکي په اوباړو سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په وینا، په بس کې ټول ۲۵ کسان سپاره وو چې وسلوالو یې له منځه ۱۹ کسان بېل کړي او بیولي دي.
اېس اېس پي انور کهیتران دعوه کړې ده چې پولیسو او رېنجر ځواکونو سمدستي په ګډه عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې له ۱۹ تښتول شویو کسانو څخه ۱۰ یې راخوشې کړل خو د پاتې نهو کسانو لا هم درک نشته.
بلخوا ځايي سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې تښتوونکو لومړی ټول ۱۹ مسافر له بس څخه ښکته کړي وو خو شاوخوا نیم ساعت وروسته یې ۱۰ کسان خوشې کړل او نهه نور یې له ځان سره بوتلل۔
د بلوچستان چارواکي وايي د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د سېند صوبې له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
پولیس چارواکي وايي چې تښتوونکي د کچې سیمې وسلوال ښکاري او د پاتې کسانو د خوندي ژغورنې لپاره له تېرې شپې راهیسې په سیمه کې پراخ عملیات روان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په سیند کې خلک تښتول کېږي بلکې تر دې مخکې هم ځینې پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.
د سیند او پنجاب غله او ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې له ځان سره ساتي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.
کچه د اباسین په غاړه د سیند، بلوچستان او پنجاب ترمنځ غځېدلې سرحدي سیمه ده چې په تېرو کلونو کې هم د سیند پولیسو، پنجاب پولیسو او نورو امنیتي ادارو له خوا د کچې د وسلوالو غلو پر ضد د پراخو عملیاتو دعوې شوې دي.
خو د دغو ټولو عملیاتو سره سره، په دې سیمه کې لا هم د تښتونو، او نورو جرمي پېښو راپورونه مخې ته راځي.