د بېلابېلو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، تحريک تحفظ ایین پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان خوشې کول، له افغانستان سره د لارو خلاصول، د رسنيوو ازادي خوندي کول او په سياست کې د پوځ د مداخلي بندول غوښتي دي.
هغه اتحاد د دیسمبر پر ۲۱مه، تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په ۱۳ مادو مشتمله يوه اعلاميه جاري کړې ده چې پکې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امن په خرابېدو خفګان ښودل شوی دی. په اعلاميه کې راغلې چې زر تر زره دې امن راوستلو لپاره شفاف ګامونه واخیستل شي.
هغه تحريک د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف عمران خان تر څنګ د هغه د مېرمنې بشرا بي بي خوشې کېدل غوښتي او ويلي یې دي چې پر هغوی دې درج کړل شوې مقدمې ختمې کړل شي. عمران خان او مېرمن ته یې د درغليوو په کيسونو کې د بند سزاوې اورول شوې دي. خو تحريک انصاف وايي دا سیاسي سازش دی.
تحريک تحفظ ایین پاکستان په خپله اعلاميه کې ويلي چې له افغانستان سره دې تعلقات بهتره کړل شي. په اعلاميه کې پر پاکستاني حکومت غږ شوی چې زر تر زره دې له افغانستان سره ټولې لارې پرانیستل شي. پاکستان د اکتوبر په میاشت کې تر هغه وروسته له افغانستان سره لارې وتړلې چې پوځيانو یې د افغان طالبانو د حکومني ځواکونو سره نښتې وکړې. کرندګر وايي هغه لارې بايد پرانیستل شي.
تحريک تحفظ ایین پاکستان په خپله اعلاميه کې غزې ته د پاکستاني پوځ د ممکنه تګ د راپورونو په اړه ويلي چې وفاقي حکومت دې دا خبره واضحه کړي. اعلامیه زیاتوي چې "دا ډيره لويه پرېکړه ده او پکار ده قوم پرې په اعتماد کې واخیستل شي". د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت دا نه دي ويلي چې ايا د امريکې لخوا اعلان شوي امن پلان په ترڅ کې په غزه کې د ثبات ساتنې لپاره د نړيوالو ځواکونو د مېشته کولو په چوکاټ کې برخه اخلي او کنه خو د امريکې بهرنيوو چارو وزير مارکو روبیو ويلي چې د پاکستان ورته داسې وړاندې کړي چې واښنګټن یې مننه کوي.
امنيت او جبري لادرکۍ
تحريک تحفظ ایین پاکستان د پااکستان پر وفاقي حکومت او امنيتي ادارو غږ کړی چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره دې پرېکنده کار وکړي. د تحريک په اعلاميه کې راغلې چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي چې د تشويش وړ دي.
د هغه تحريک د غونډې په دويمه او وروستئ ورځ د خیبرپښتونخوا وزيراعلی، سهيل افرېدي خبریالانو ته وويل: "دا وس چی خیبر پښتونخوا ته ترهګري راوړل شوې پر دې زموږ اعتراض دی. موږ له پېښوره تر تور غره، له ډېره اسماعیل خانه تر وزیرستانه، او دلته بیا د چترال او باجوړ پورې، موږ چيغې وهلې چې دا خلک ۰وسله وال) تاسو راولئ. دا تاسو د خیبر پښتونخوا او د پاکستان تاوان کوئ. دا په بندو خونو کی تاسو پالیسیانی جوړوئ، دا ستاسو او د پاکستان لپاره تاواني دي."
تر اوسه د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د پاکستان پوځ همېشنی دريځ دا دی چې دوی د وسله والو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي او د امن لپاره يې ډېره قرباني ورکړې ده.
تحريک تحفظ ایین پاکستان همداراز ويلي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ دې بندیز لیرې شي او د هغوی لادرکه کسان دې خوشې شي. پر امنيتي ادارو غږ شوی چې جبري لادرکۍ دې ودروي او د بشري حقونو فعاله، ماهرنګ بلوچ دې خوشې کړي.
د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون یوشمېر فعالان په مارچ کې پر پولیسو د تشدد او سرکاري ودانیو ته د زیان په تور نیولي ول. د هغې کمېټې فعالانو د خپلو بندي ملګرو د خوشې کولو او جبري بې درکیو پرضد څو ځلې مظاهرې، احتجاجونه او پرلتونه وهلي دي.
پر دې سربیره، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني غړي له تېر کال راهیسې بنديان دي. په دوی کې د پارليمان پخوانی غړی او د هغه غورځنګ مخکښ علي وزیر هم شامل دی. د پاکستان حکومت پر پي ټي اېم د ریاست پر ضد د خلکو د پارولو تور پورې کړی او هغه یې کاالعدم اعلان کړی دی. خو د هغه غورځګ مشر، منظور پشتين او د بشري حقونو ځيني ادارې دا بندیز لیرې کېدل غواړي او وايي چې د هغوی مبارزه په عدم تشدد او سوله ییزو لاريونونو ولاړه ده چې پکې د پښتنو حقونه غواړي.
د مظاهرو اعلان او ممکنه مذاکرات
تحریک تحفظ ایین پاکستان د راتلونکې فرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې د پیه جام او روزګار بند په نامه هړتال هم اعلان کړ. د یاد تحریک مشر محمود خان اڅکزي په تحریک کې د شاملو ګوندونو له استازو سره یو ځای خبري غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې په مرکز کې واکمن اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی وو.
اڅکزي دعوه وکړه چې د انتخاباتو کمېشن چارواکي غیرجانبداره نه دي. خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دا تور رد کړی او وايي چې هغه انتخابات په پوره توګه شفاف وو او دوی د هېڅ ګوند ملګرتيا يا مخالفت نه کوي. اڅکزي وويل چې د انتخاباتو کمېشن لپاره دې داسې يو مشر مقرر کړل شي، چې شفافې ټاکنې یقيني کړي.
تحريک په خپله اعلاميه کې ويلي چې د پيکا په نامه هغه قانون دې ختم کړل شي چې په وينا یې "حکومت یې پر انټرنيټ مخالفينو د غږ خاموشه کولو لپاره کاروي". په اعلاميه کې "د رسنيوو د ازادۍ د يقيني کولو او پر خبریالانو د حکومتي فشار ليرې کولو غوښتنه هم شوې" ده. د پاکستان د اطلااعتو وفاقي وزير عطاالله تارړ تېره اونۍ ويلي وو چې پيکا قانون د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي لپاره اړين دی او پر رسنيوو هېڅ ډول بندیز نشته.
اڅکزي په خپلو خبرو کې داهم وويل چې دوی مذاکراتو ته تيار دي خو يو شرط لري. "ما ته ویل کیږي چې مذاکرات، نو مذاکرات له چا سره؟ جمهوری مرکراتو ته موږ تیار یو خو شرط یې دا دی چې د عمران خان سره به د ملاقات اجازت وي."
د تحريک تحفظ ايين پاکستان غړي تحريک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، بلوچستان نېشنل پارټي (مينګل)، سني اتحاد کونسل، مجلس اتحاد المسلمين او ګرېنډ ډيموکرېټيک الاینس دي.
تر اوسه د پاکستان وفاقي حکومت د هغه ۱۳ مادییزې اعلامیې په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې د هغه تحريک کړنې او په ځانګړې ډول تحریک انصاف د سیاسي ګډوډۍ او پر امنيتي ادارو د نيوکو لپاره تورن کړی دی.