د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق: له افغان خاورې د ترهګرۍ ګواښ سیمه ییز امنیت ته جدي ننګونه ده


 د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق. (انځور: ارشیف)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق. (انځور: ارشیف)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تور پورې کړی چې "د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ دوام د سیمې د امنیت لپاره له جدي ننګونه ده."

محمد صادق دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په تهران کې د "د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" کړې دي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه د خپلې وینا په خپره کړې یوه برخه کې ویلي چې د افغانستان خلک په کافي اندازه ځوریدلي او د ښه وضعیت مستحق دي.

محمد صادق زیاته کړې چې "په دې برخه کې تر ټولو مهم ګام له هر ډول ترهګرو ډلو د افغانستان د خاورې بشپړه او له توپیره پرته پاکول دي."

ى محمد صادق په وینا یوازې هغه افغانستان به د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو باور ترلاسه کړي چې "د ترهګرو پټنځای نه وي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادې اروپا راډیو افغان څانګې پوښتنې ځواب نه کړې او نه یې هم حکومت تر اوسه د محمد صادق د دې تازه څرګندونو په غبرګون کې څه ویلي دي.

خو هغوی تر دې وړاندې په وار وار د پاکستانیو چارواکو دا تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کېږي. هغوی وايي "ناامنۍ د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید په خپله یې هواره کړي."

پر ډيورنډ کرښه پراته پښتانه وايي جګړه کې دواړو خواوو ته دوی مري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:55 0:00

بل پلو د پاکستان د دیني عالمانو شورا مشر طاهر اشرفي د افغانستان پر واکمنو طالبانو غږ کړی چې د افغان دیني عالمانو پرېکړه لیک دې عملي کړي.

د پاکستان علما شورا مشر طاهر اشرف د ډېسېمبر پر ۱۴مه نېټه په لاهور کې د خبرې غونډې پر مهال د افغان عالمانو شورا د پرېکړه لیک هرکلی وکړ.

نوموړي وويل چې دا اوس د طالبانو د حکومت ذمه واري ده چې دغه پرېکړه لیک عملي کړي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او د افغانستان د دیني عالمانو په دریځ کې هېڅ توپیر نه شته.

ده وویل، "د افغان علماوو په پرېکړه لیک کې دوې خبرې شوې دي چې موږ ته په خپل هېواد بهرنۍ يرغل قبول نه دی، نو موږ هم دا خبره کوو چې که تاسو ته په افغانستان کې جارحیت قبول نه دی نو موږ ته په پاکستان کې د منلو نه دی. تاسو وایاست چې ستاسو مځکه به د بل هېواد پرضد نه استعمالېږي او موږ هم دا وایو، نو بیا مو اختلاف پر څه دی بس پر دې عمل وکړئ. راځئ چې وړاندې ولاړ شو."

اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې دي او پاکستان ته داخلېږي او حملې کوي. خو د طالبانو حکومت بیا دعوه کوي چې وسلوال په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په داخل کې دي.

بل پلو تحریک طالبان پاکستان هم په خپله دعوه کوي چې وسلوال یې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه دي او له هغه ځایه فعالیت کوي. خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د یوې غاړې د ادعاوو او تورونو پخلی هم نه شي کولای.

محمد صادق او طاهر اشرفي دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د عالمانو شورا ویلي، "هېڅ افغان" له هېواده بهر په پوځي یا وسلوالو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د تګ اجازه نه لري.

په کابل کې سلګونه دیني عالمانو د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په کابل کې د یوې ځانګړې غونډې پرمهال په یو پرېکړه لیک کې ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزداه "هېڅ افغان ته اجازه نه ده" ورکړې چې "بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

په هغه ناسته کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړپوړي طالب چارواکي هم ورغلي ول.‌

په پریکړه لیک کې، چې یو نقل یې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې بهر ته د جګړو لپاره د تلونکو کسانو مخه دې ونیسي.

په پرېکړه لیک کې دا نه وه روښانه شوې چې افغانان کوم ځای ته د جګړې لپاره ځي، خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG