د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له نن څخه د پولیو ناروغۍ مخنیوي کمپاین پیل شوی


په پاکستان کې په ۲۰۲۵م کال کې ۳۰ ماشومان ګزڼ وهلي دي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې په ۲۰۲۵م کال کې ۳۰ ماشومان ګزڼ وهلي دي. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې د ډېسېمبر له ۱۵مې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره د روان ۲۰۲۵ز کال وروستی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

د پاکستان د بیړنیو حالاتو ملي مرکز د ډېسېمبر پر ۱۳مه په بیان کې ويلي چې دا کيمپېن به د ډېسېمبر تر ۱۹مې دوام ولري او پر دې مهال به تر پینځو کلونو کم عمر لرونکو ۴۵ ميلیونه ماشومانو ته د پولیو وایرس مخنيوي لپاره واکسيني څاڅکې ورکول کېږي.

په خيبر پښتونخوا کې د پوليو مخنيوي لپاره جوړ مرکز یا "ايمرجنسي اپرېشن سېنټر" د مطبوعاتي څانګې مشرې شاداب مشال را‌ډیو ته ويل چې په دې کمپاین کې یې هدف دا دی چې ۴۵ لاکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د دې په وینا، په صوبه کې د دې کمپاین ترسره کولو لپاره تر ۳۵۰۰۰ زیات کارکوونکي د دې لپاره روزل شوي چې ماشومانو ته دا څاڅکي ورکړي.

دوی وايي د پولیو ناروغۍ پرضد ترسره کېدونکي دې کمپاین کې د امنیت ساتنې لپاره هم په زرګونه امنیتي عسکر ګمارل شوي دي. د پولیو وروستۍ پېښه په اکتوبر کې د خیبر پښتونخوا په تورغر کې مخې ته راغلې وه.

روغتیاپالان: یوازې واکسین د پولیو مخه نیولای شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان (۲۰۲۵ز) کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۹ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغیو پرضد د اکتوبر له ۱۳مې بيا د اکتوبر تر ۱۹مې هم اووه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره شوی وو.

تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۲۰مه په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي ادارې چارواکو د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې یې د ګوزڼ وايرس ضد څلور ورځنی ځانګړی واکسيني کيمپېن کړی وو.

تر هغه وړاندې د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یو شمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن شوی وو. تر دې وروسته د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې اته ورځنی واکسیني کیمپېن وشو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

XS
SM
MD
LG