د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په موقتي توګه د ايران د تېلو پر پلور بنديز ليرې کړی دی

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

امریکايي چارواکي وايي د ایرانیو تېلو په خرڅلاو لګول شوی بندیز یې په موقتي ډول لیرې کړی دی.

بي بي سي، رویټرز خبري اژانس او د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (راډیو فردا) لیکلي، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسېنټ په یو بیان کې وویل چې د مارچ له ۲۰مې د اپریل تر ۱۹مې نېټې پورې به د ایران د تېلو په خرڅلاو بندیز نه وي.

سکاټ بیسېنټ د مارچ پر ۲۱مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، د ایران هغو تېلو ته به د خرڅلاو اجازه وي چې وار له مخې په بېړیو کې بار او د ټرانزیټ په حال کې دي. د نوموړي په وینا هېواد به یې ډېر زر نړېوالې منډیۍ ته ۱۴۰ مېلیونه بېرله تېل وړاندې کړي څو د د ایران د هغه فشار مخه ونیول شي چې د تېلو د رسد لارو د تړلو له وجې یې پیدا کړی دی.

پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو او په تعقیب یې د تهران لخوا د تېلو د رسد د لارو په تړلو په نړیواله منډيۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي یوې جاپانۍ رسنۍ ته په مرکه کې ویلي دي چې هېواد یې د هرمز تنګی نه دی تړلی او د اوبو یاده لاره خلاصه ده. نوموړي وړاندې ویلي، "ایران د اوربند نه بلکې د جګړې د بشپړې خاتمې په لټه دی."

امریکا او اسراییل د فېبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران برید کړی وو چې لا هم نه یوازې روان دی بلکې ایران هم په غبرګون کې د سیمې په هیوادونو کې امریکايي هدفونه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG