د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو نړیواله ورځ: افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه دوام لري

په کابل کې فعالانې د تعلیم وزارت مخې ته د نجونو او ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي - انځور له ارشیفه.
په کابل کې فعالانې د تعلیم وزارت مخې ته د نجونو او ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي - انځور له ارشیفه.

په داسې حال کې چې د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، په افغانستان کې نجونه او ښځې له بېلابېلو حقونو بې برخې او د محدودیتونو ښکار دي.

ملګرو ملتونو سږ کال د دې ورځې موضوع "د ټولو ښځو او نجونو لپاره د حقونو، انصاف او عمل" باوري کول ټاکلې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو راهیسې پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو تر څلور نیمو کلونو زیات وخت پوره شوی دی.

افغان نجونه له شپږم ټولګي پورته له زدکړو محرومې دي او د ښځو پر کار هم پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګېدلي.

فاطمه محمدي یوه له هغو ښوونکو ده چې ګڼې زدکوونکې یې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه رسماً محرومې دي، خو دې په یوه محلي ټولګي کې د هغوی د زدکړو زمینه برابره کړې ده.

دا وايي، شاګردانې یې خپل ناڅرګندې راتلونکې ته سختې اندېښمنې دي.

محمدي زیاتوي، "داسې نجونه شته چې د ۱۴ او ۱۵ کلونو دي. د هغوی ارمانونه زیات دي. د دوی هیلې دا دي چې وايي زما اینده کې غوښتنه دا وه چې ډاکتره شم او هېواد ته خدمت وکړم یا ستا په شان استاده شم."

د رسنیو یوه کارکوونکې چې اوسمهال د کار اجازه نه لري
د رسنیو یوه کارکوونکې چې اوسمهال د کار اجازه نه لري

د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو پر کار د بندیزونو پرضد په افغانستان کې دننه او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.

د دې تر څنګ د بشري حقونو یوشمېر نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو دا ګام غندلی او په وار وار یې ورباندې غږ کړی چې بشري او د ښځو حقونو ته په درناوي نجونه زدکړو او ښځې کار کولو ته پرېږدي.

خو د طالبانو حکومتي چارواکي په بیا بیا وايي چې دوی "د شریعت په چوکاټ" کې نجونو او ښځو ته خپل "جایز حقونه" ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس د ښځو د حقونو د باوري کولو لپاره په ټولیزه مبارزه او عمل ټینګار کوي. "موږ باید د حقونو، انصاف او عمل لپاره سره ودرېږو او غږ پورته کړو چې ټولې ښځې او نجونه خوندي ژوند وکړای شي، خپل غږ پورته کړي او مساویانه ژوند ولري."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ هم د مارچ د اتمې په مناسبت په پيغام کې ویلي، "طالب چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې د جنسیت پر بنسټ د توپیري چلند نظام عملي کړی دی چې پر ښځو د واک چلولو لپاره جوړ شوی دی."

نوموړي لیکلي چې داسې څه د نړۍ په بل ځای کې نه دي لیدل شوي خو بیا هم د ده په وینا، افغانو ښځو هیله نه ده بایللې.

بېنېټ، چې په خپله هم افغانستان ته له ورتګه منع شوی، ټینګار کړی چې افغان ښځې له نړۍ غواړي چې د حقونو د باوري کولو او روښانه راتلونکې لپاره یې پرېکنده دریځ غوره کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې د ښځو پر کار کولو هم محدودیتونه ولګول.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، څه باندې دوه مېلیونه افغانې نجونه له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که پر زدکړو بندیز همداسې دوام وکړي نو دا شمېر به په ۲۰۳۰ز کال کې څلور مېلیونه ته ورسي.

XS
SM
MD
LG