د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د پنجاب انتخاباتو په اړه سپریم کورټ ته درخواست ورکړی دی


تحریک انصاف د مې پر درېیمه سپریم کورټ ته په ورکړي درخواست کې د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د انتخاباتو پر کولو ټینګار کړی - پخوانی انځور.
تحریک انصاف د مې پر درېیمه سپریم کورټ ته په ورکړي درخواست کې د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د انتخاباتو پر کولو ټینګار کړی - پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتو په اړه له وفاقي اېتلافي حکومت سره تر خبرو اترو وروسته خپل درخواست سپریم کورټ ته ورکړی دی او پکې یې په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو ټینګار کړی دی.

هغه ګوند د مې پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ حکومت یې له وړاندیزونو سره متفق نه دی.

تر دې مخکې، د مې پر دویمه نېټه د پاکستان رسنیو خبر ورکړی وو چې دواړه خواوې په ټول هېواد کې پر یوه ورځ د انتخاباتو پر کولو سلا شوې وې خو نېټه یې نه وه ټاکلې.

دواړو خواوو د اپرېل پر ۲۷مه، ۲۸مه او د مې پر دویمه د مذاکراتو درې پړاوه ترسره کړل.

د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر ۱۹مه تحریک انصاف او واکمنو ګوندونو ته د انتخاباتو پر موضوع د اختلافاتو هواري لپاره د خبرو اترو سپارښتنه کړې وه.

تحریک انصاف ګوند په مذاکراتو کې غوښتنه کوله چې حکومت دې د مې تر ۱۴مې مخکې قامي او د سیند او بلوچستان اسمبلۍ ماتې کړي چې لنډمهالي حکومتونه جوړ شي او په ټول هېواد کې انتخابات وشي. خو حکومتي مرکچیانو ټینګار کاوه چې انتخابات دې د اسمبلیو قانوني وخت له پوره کېدو سره سم، په اکتوبر کې وشي.

تحریک انصاف البته په بیان کې زیاته کړې ده چې دواړه خواوې پر دې متفقې دي چې د سیاسي ګوندونو ترمینځ مذاکرات مهم دي ځکه چې هغوی ټولې سیاسي لانجې هوارولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په اکتوبر مياشت کې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه او په پنجاب کې يې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر وکړ.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله انتخابات د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن دا راز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخابات هم د اکتوبر پر اتمه کوي.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومتونه ول، هغه ګوند غوښتنه لري چې په دواړو صوبو کې دې زر تر زره صوبایي انتخابات وشي. ګوند د دې لپاره احتجاجونه او جلسې هم کړي دي.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په هغه هېواد کې دې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو انتخابات له ایین سره سم د نګران حکومت تر څارنې لاندې وشي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG