د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره ټېلېفوني خبرې کړې دي


یو پولیس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - د جنورۍ ۱۶مې انځور.
یو پولیس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - د جنورۍ ۱۶مې انځور.

د پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزه چارو ټېلېفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

بیان زیاتوي چې جیلاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پر امنیتي مسلو د دواړو هېوادونو ترمینځ د نېږدې همکارۍ اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نور معلومات او جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان او ایران ترمینځ ترینګلتیا ته په کتو د ملي امنیت د کمېټۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان نیوز ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په ګډون یوشمېر رسنیو ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۹مې په غونډه کې د پوځ، استخباراتو او نورو مهمو ادارو مشران ګډون کوي او پکې د امنیت پر موضوع بحث کېږي.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

په زرغون غره سیمه کې یو کس د فرانسې خبري اژانس خبریال ته د ایران د برید ځای ښيي - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
په زرغون غره سیمه کې یو کس د فرانسې خبري اژانس خبریال ته د ایران د برید ځای ښيي - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د"ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

پر هم هغه ورځ د پاکستان پوځ په يو بيان کې وویل په برید کې یې بې پیلوټه الوتکې، توغندي او نورې وسلې کارولې دي او پکې یې یې د بېلتونپاله بلوچستان لېبرېشن ارمي او بلوچستان لېبرېشن فرنټ یا جبهې پټنځایونه په نښه کړي دي.

په همدې حال کې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د لنډمهالي اعلاوزیر علي مردان ډومکي په مشرۍ د صوبې د امنیت په اړه غونډه شوې ده چې پکې مهمو چارواکو ګډون کړی دی.

ډومکي د جنورۍ ۱۸مې غونډې ته وویل چې د بلوچستان امنیتي ادارې د هر ډول "ناوړه حالاتو مقابلې ته چمتو" دي.

د صوبې د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې اعلاوزیر ژمنه کړې چې د بلوچستان ټولو سیمو ته ځي او خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

اخوا د بلوچستان د ګمرک (کسټمز) چارواکو او سوداګرو یو پلاوی چې د ایران بندري سیمې چابهار ته د په یوه سوداګریز نندارتون او غونډو کې د ګډون لپاره تللي ول، د تاوتریخوالي تر وروستیو پېښو وروسته په بیړه هېواد ته ستانه شوي دي.

د پلاوي یو غړي د جنورۍ پر ۱۸مه بلوچستان ته تر رسېدو وروسته مشال راډیو ت وویل چې له ایرانه د سوداګرۍ په اړه له مهمو پرېکړو کولو پرته ستون شو.

لومړی څه پېښ شول؟

پاکستان تر هغې وروسته له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت چې تهران وویل، د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې "بې له پارونې" د ایران برید د "نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو سرغړونه" ده.

وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر، چې اوسمهال په خپل هېواد کې دی، ته د اوس لپاره اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه تر نیمې شپې وروسته په لومړي بیان کې د ایران بریدونه په کلکه وغندل او و یې ویل چې د هغه "پاروونکي اقدام د ځواب ورکولو حق لري."

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته وکړه چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي.

خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي وویل چې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس یې د ایران په بلوچستان - سیستان ولایت کې د "مرګ پر سرمچار" په نوم عملیات کړي دي.

په پاکستان کې بېلتونپالي بلوڅ وسلوال ځان په بلوڅۍ ژبه سرمچار یا د "ازادۍ جنګیاليو" په نوم یادوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي ول چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي شوي بریدونه "خورا منظم او دقیق" ول چې پکې "یوشمېر ترهګر" وژل شوي دي.

په تهران کې یو کس د پاکستان تر برید وروسته په خپل موبایل ټېلېفون خبرونه ګوري - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
په تهران کې یو کس د پاکستان تر برید وروسته په خپل موبایل ټېلېفون خبرونه ګوري - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وویل چې اسلام اباد په تېرو کلونو کې په بیا بیا له تهران سره هلته د پاکستان توکمه وسلوالو د پټنځایونو په اړه خپلې "جدي اندېښنې" شریکې کړې وې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یوه چارواکي مهر خبري اژانس ته وویل چې برید پر یوه سرحدي پوله شوی دی چې قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

نړیوال غبرګون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د پاکستان او ایران ترمینځ پر ترینګلتیا سخته اندېښنه ښوولې ده.

د نوموړي ویاند سټیفان دوجارېک د جنورۍ پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې ګوتېرېش د ایران او پاکستان له خوا د یو بل پر خاوره بریدونو زښت اندېښمن کړی دی.

بیان وايي چې د ملګرو ملتونو مشر له دواړو خواوو غوښتي دي چې له زیات زغمه کار واخلي او د ترینګلتیا له لا زیاتولو ډډه وکړي.

چین د پاکستان او ایران تر بریدونو وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ مینځګړتوب ته تیار دی.

د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د جنوري پر ۱۸مه وويل "چين په کلکه هيله لري چې دواړه خواوې ارامې اوسي، له زغمه کار واخلي او د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي."

نوموړې زياته کړه "که دواړه خواوې وغواړي، موږ هم چمتو يو چې د وضعیت په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوو."

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو مېلر په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې په بلوچستان کې د ایران حمله غندلې وه.

مېلر د جنورۍ پر ۱۷مه زیاته کړه چې ایران "له یوې خوا په سیمه کې د ترهګرۍ له لویو تمویلوونکو او بې ثباتۍ خپروونکو هېوادونو یو دی، او له بل لوري دعوه کوي چې دا ډول اقدامات د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په موخه کوي."

ایران او پاکستان مخکې څه ویلي ول؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام د سوېټزرلینډ په ډېووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پر مهال پاکستان د "ګاونډي، ملګري او ورور" په نوم یاد کړ او و یې ویل چې د ایرانیو "بې پیلوټه الوتکو او توغندیو هدف" هغه هېواد نه بلکې "ایرانۍ ترهګره ډله جیش العدل" وه.

نوموړي وویل، د هغې ډلې وسلوال په بلوچستان کې "پټنځایونه" لري او چې په اړه یې له پاکستانیو چارواکو سره "په بیا بیا خبرې کړې" دي.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد حسیني وویل چې خپل هېواد ته د هر ګواښ پر وړاندې ځواب وايي. "د پاکستان په اړه په بیا بیا ویل شوي چې پاکستان باید د هغو خلکو مخه ونیسي چې ایران ته راځي او زموږ خلک شهیدانوي. همدې ته په کتو طبیعي خبره وه چې ایران یو غبرګون ولري."

اسلام اباد وايي چې عبداللهیان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني، چې د یوګانډا په سفر وو، ته ټېلېفون کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ ۱۷مې پر ماخوستن په بیان کې وویل چې جیلاني له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې نه یوازې برید وغنده بلکې و یې ویل چې هغه کار د دواړو هېوادونو "دوه اړخیزه تعلقات په جدي ډول زیانمن کړي دي."

په بیان کې راغلي ول چې جیلاني وویل چې "ترهګري ټوله سیمه ګواښي چې پرضد یې د شریکو او پر همغږۍ ولاړو هڅو اړتیا ده" او ټینګار یې وکړ چې "یو اړخیزه اقدامات د سیمې سوله او ثبات په جدي توګه ګواښلی شي."

عبداللهیان هم په ډېووس کې د وینا پر مهال له خپل پاکستاني سیال سره د ټېلېفوني خبرې تایید کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عبداللهیان او د هغه د پاکستاني سیال ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې بیا ټینګار وکړ چې د برید هدف جیش العدل ډله وه چې په اړه یې تهران په بیا بیا اسلام اباد له خپلو اندېښنو خبر کړی وو.

د امریکا په ګډون، ایران او یوشمېر لویدیځ هېوادونه جیش العدل ډله یو ترهګر سازمان ګڼي.

جیش العدل يوه بلوڅ سني وسلواله ډله ده چې له ایرانه د بلوچستان - سیستان سیمه ازادول غواړي.

هغې ډلې په دې لړ کې له کلونو راهیسې خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړی او د ایران په بېلابېلو برخو کې یې خونړي بریدونه کړي دي. ایران هم په غبرګون کې د هغې ډلې ګڼ مشران وژلي دي.

جیش العدل د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی وو او دوه سرتېري یې وژلي ول.

تر هغه برید وروسته د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو په شریکه د ترهګرۍ پرضد پر اقداماتو سلا شوي ول.

XS
SM
MD
LG