د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰ اووره سیاليو لپاره لوبډله اعلان کړه


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له روزونکو سره - انځور له ارشیفه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له روزونکو سره - انځور له ارشیفه

افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰ اووره سیاليو لپاره لوبډله اعلان کړې چې یوشمير ځوان لوبغاړي پکې اخیستل شوي دي.

بورډ د مارچ پر ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په لوبډله کې د راشد خان په مشرۍ ۱۵ لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان او ایرلينډ ترمینځ درې ۲۰ اووره سیالۍ د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه په متحده عرب اماراتو کې کېږي.

په لوبډله کې نوي ځوانان اعجاز احمدزی، اسحاق رحيمي، صدیق اتل، ننګیالی خروټی او وفادار مومند شامل شوي دي. له هغوی پرته، محمد نبي، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی، فرید ملک، مجیب الرحمان او نوین الحق هم د لوبډلې برخه دي.

راشد خان تر درې مياشتې دمې وروسته لوبډلې ته ورغلی دی. هغه د ملا د درد او عملیاتو له امله په دغه موده کې هېڅ کرکټ نه دی کړی.

ګلبدین نایب، کريم جنت او نجیب ځدراڼ چې په مسلسل ډول په ۲۰ اووره کرکټ کې د افغان لوبډلې برخه وو، د ایرلینډ پر وړاندې په لوبډله کې نه دي شامل شوي.

ایرلينډ او افغانستان تر ۲۰ اووره سیاليو مخکې يوه ټېسټ لوبه او درې ۵۰ اووره یا یو ورځنۍ سیالۍ درلودې. تېسټ لوبه ایرلينډ ګټلې وه خو د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوه - صفر د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې وې. په هغو کې يوه سیالي د باران له کبله نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG