د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وروستۍ ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ کې سري لنکا ته په ۳ منډو ماتې ورکړه


افغان لوبغاړي د سري لنکایي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
افغان لوبغاړي د سري لنکایي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته د درو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په وروستۍ لوبه کې په درو منډو ماتې ورکړه.

د سري لنکا دمبولا ښار په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شوه چې پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان بیټرانو ښه لوبه وکړه او حضرت الله ځاځی تر ۴۵ منډو جوړولو وسوځېد، تر هغه وروسته ابراهیم ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې او وسوځېد. افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز ۷۰، عظمت الله عمرزي ۳۱، محمد اسحاق د ملي لوبډلې لپاره په خپله لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ ۱۶ او محمد نبي هم ۱۶ منډې وکړې.

د کوربه سري لنکا متیشا پتیرانا او اکیلا دننجایا دوه، دوه او ونېندو هسرنګا یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د سري لنکا پتوم نېسانکا ښه توپوهنه پیل کړه خو بل ملګری یې کوشال مینډس تر ۱۶ منډو کولو وروسته وسوځېد، ورپسې کوشال پرېرا هم ژر وسوځېد او نېسانکا تر ۶۰ منډو کولو وروسته د ژوبلېدو له کبله له میدانه ولاړ.

د سري لنکا کمېنډو مینډس هم خورا چټکه او ښه لوبه وکړه او تر پای پورې په میدان کې پاتې شو. کوربه لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې. مینډس ۶۵ او سدیرا سماراوېکرما ۲۳ منډې وکړې.

د افغانستان محمد نبي دوه، او فرید احمد، نور احمد او قیس احمد یو، یو سري لنکایی لوبغاړی وسوځاوه.

البته سري لنکا د فبرورۍ پر ۱۹مه په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په ۷۲ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ په خپل نوم کړه. تر دې مخکې سري لنکا د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې سري لنکا تر دې مخکې له افغانستانه یو ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG