د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماته ورکړه


د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ به د درو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه د مارچ پر نهمه او درېمه د مارچ پر ۱۲مه ترسره کېږي. 
د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ به د درو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه د مارچ پر نهمه او درېمه د مارچ پر ۱۲مه ترسره کېږي. 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ پر اوومه په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې کې ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

د متحده عربي اماراتو په شارجه کې لومړی بیټېنګ افغان لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په زیان ۳۱۰ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز سلیزه ووهله او ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې وکړې.

د ایرلینډ تیو فن وورکوم درې افغان لوبغاړي وسوځول. په ځواب کې د ایرلینډ درې بیټران ژر وسوځېدل خو هیري ټېکټر او لورکان ټکر ښه توپوهنه وکړه.

ټېکټر ۱۳۸ او ټکر ۸۵ منډې وکړې. ایرلینډۍ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې وکړای شوې او سیالي یې وبایلله.

د افغانستان فضل حق فاروقي څلور ایرلینډي لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ به د درو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه د مارچ پر نهمه او درېمه د مارچ پر ۱۲مه ترسره کېږي.

د دې لوبډلو تر منځ به له هغه وروسته درې ۲۰ اوویزه لوبې هم لوبېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG