د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابراهيم ځدراڼ په ټيسټ کرکټ کې  خپله لومړۍ سلیزه ووهله


ایراهيم ځدراڼ سلیزه لمانځي
ایراهيم ځدراڼ سلیزه لمانځي

افغانستان د سریلانکا په وړاندې د ټيسټ کرکټ د درېیمې ورځې په پای کې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د یو لوبغاړي په اوټ کېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې دي.

په کولمبو کې د دې پينځه ورځنۍ سيالۍ په درېيمه ورځ، د فرورۍ پر څلورمه د افغانستان ابراهيم ځدراڼ په ټیسټ کرکټ کې خپله لومړۍ سیلیزه هم پوره کړه. ۲۲ کلن ابراهيم ځدراڼ تر دې مخکې ۵ ټيسټ لوبې کړې چې د دريوو پنځوسیزو په مټ یې پکې ۳۶۵ منډې جوړې کړې دي.

نوموړی د خپل تره نور علي ځدراڼ سره لومړی لوبې ته راووت او د ورځې تر پایه اوټ نه شو. هغه په ۱۰۱ منډو ولاړ پاتې شو. له هغه سره رحمت شاه په ۴۶ منډو ولاړ دی. نور علي په ۴۷ منډو اوټ شو.

کوربه لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ يا اننګز کې ۴۳۹ او افغانستان په خپله لومړۍ هغې کې ۱۹۸ مندې جوړې کړې وي. په دې توګه افغان لوبډله اوس هم د سريلنکا د لومړۍ پاڼۍ له منډو ۴۲ منډې شاته دی.

د افغانستان په وړاندې په دې يوازيني ټيسټ سیالۍ کې په لومړي اننګز کې د سريلنکا اينجيلو میتيوز ۱۴۱ او دنیش چندېمل ۱۰۷ منډې جوړې کړې وي. ځوان افغان بالر نوید ځدران تر ټولو ډېرې ۴ ويکټې اخیستې وي.

دا ټیسټ سیالي به په رسمي ډول د فرورۍ پر شپږمه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG