د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ایرلینډه د ۳ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله


افغانستان تر دې مخکې د مارچ پر اوومه هم ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان تر دې مخکې د مارچ پر اوومه هم ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.

د مارچ پر ۱۲مه د شارجې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د مازيګر پر څلور نيمو او د کابل پر څلورو بجو پیل شوه چې پچه یې ایرلینډۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې وکړې. حشمت الله شهیدي ۶۹، رحمان الله ګربز ۵۱ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې. د ایرلینډ مارک اډایر درې او بیري مکارتي دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د ایرلینډ لوبډلی لومړی بیټر ژر وسوځېد خو دویم یې د ۷۷ په مجموعي منډو اوټ شو. تر دې وروسته ایرلینډیو بیټرانو خپلې وېکټې و نه ساتلې او ټوله لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځېده او په دې توګه افغانستان سیالي په ۱۱۷ منډو وګټله. د ایرلینډ پال سټېرلېنګ ۵۰ او کرټس کیمفر ۴۳ منډې وکړې.

محمد نبي پینځه او ننګیالي خروټي څلور ایرلینډي لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې، په شارجه کې د مارچ پر اوومه افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د مارچ پر نهمه د دواړو لوبډلو ترمينځ ټاکل شوې دويمه يو ورځنۍ لوبه په شارجه کې د باران له امله ونه شوه.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ايرلينډ لوبډلې په شارجه کې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه درې ۲۰ اووره سيالۍ وکړي.

تر دې وړاندې، د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

هغه ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې وه او د مارچ پر لومړۍ پای ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG