د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرلینډ د ټېسټ کرکټ په سیالۍ کې افغانستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه


د افغانستان ضیا الرحمان د توپویشتنې پر مهال - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
د افغانستان ضیا الرحمان د توپویشتنې پر مهال - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

هغه ټېسټ لوبه د متحده عرب اماراتو په ابوظهبۍ کې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې وه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۵۵ منډو وسوځېدل. د دې په ځواب کې ایرلینډۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۳ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ۲۱۸ منډې وکړې او په دې توګه یې ایرلینډ ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ چې هغې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د مارچ له اوومې څخه د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره او بیا د درو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG