د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلې نن لومړۍ یو ورځنۍ سیالي لري


د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي خوشالي لمانځي ـ پخوانی انځور
د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي خوشالي لمانځي ـ پخوانی انځور

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ سيالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر اوومه د شارجې په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د مازيګر پر څلور نيمو او د کابل پر څلورو بجو پیل شوه چې پچه یې ایرلینډۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

تر دې وروسته به دواړه لوبډلې د مارچ پر نهمه او ۱۲مه هم په شارجه کې له يو بل سره يو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

تر هغې وروسته افغانستان او ايرلينډ په شارجه کې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه درې ۲۰ اووره سيالۍ هم کوي.

تر دې وړاندې، د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

هغه ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې وه او د مارچ پر لومړۍ پای ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG