د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا له افغانستانه د کرکټ ۲۰ اووره لوبلړۍ وګټله


د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې د سري لنکا لوبغاړی د افغانستان خلاف توپوهنه کوي.
د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې د سري لنکا لوبغاړی د افغانستان خلاف توپوهنه کوي.

د سري لنکا لوبډلې د درو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په دویمه لوبه کې هم افغان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ ګټلې ده.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د سري لنکا د دمبولا ښار په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شوه.

کوربه لوبډلې لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې.

د سري لنکا سدیرا سمرا ویکرما ۵۱ او انجیلا متیوز ۴۲ منډې وکړې.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې محمد نبي او عظمت الله عمرزي دوه ـ دوه، نوین الحق او فضل الحق قاروقي یوه ـ یوه وېکټ واخيسته.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۷ اوورونو کې د ۱۱۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان له اړخه کریم جنت ۲۸ او محمد نبي ۲۷ منډې وکړې.

د کوربه لوبډلې په توپ اچوونکو کې انجیلو مېتیوز، فرنېنډو، هسرنګا او پټیرانا دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې د سري لنکا لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ سري لنکا وکړ او ټوله لوبډله یې په ۱۹ اوورونو کې په ۱۶۰ منډو وسوځېده. په ځواب کې افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړای شوې.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د فبرورۍ پر ۲۱مه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې سري لنکا تر دې مخکې له افغانستانه یو ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.

په ۲۰ اووره سياليو کې د افغان لوبډلې مشري ابراهيم ځدراڼ کوي. په دې سياليو کې د افغانستان دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او مجيب ځدراڼ ګډون نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG