د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلې نن درېيمه یو ورځنۍ سیالي لري


په شارجه کې د مارچ پر اوومه افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړې وه.
په شارجه کې د مارچ پر اوومه افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې په درېيمه ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ سيالۍ کې یو بل ته مخامخ شوي دي.

د مارچ پر ۱۲مه د شارجې په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د مازيګر پر څلور نيمو او د کابل پر څلورو بجو پیل شوه چې پچه یې ایرلینډۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

تر دې وړاندې، په شارجه کې د مارچ پر اوومه افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د مارچ پر نهمه د دواړو لوبډلو ترمينځ ټاکل شوې دويمه يو ورځنۍ لوبه په شارجه کې د باران له امله ونه شوه.

تر دې وروسته افغانستان او ايرلينډ په شارجه کې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه درې ۲۰ اووره سيالۍ هم کوي.

تر دې وړاندې، د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

هغه ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې وه او د مارچ پر لومړۍ پای ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG