له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزې ژبې ورځپاڼې ((ډان)) په دغه هيواد کې مدرسو ته د بهرنيو پيسو او مرستو ورکولو په اړه اداريه خپره کړې چې ليکي، اوس دا خبره څرګنده شوې چې په پاکستان کې يو شمېر مدرسو ته له بهر هيوادونو څخه مرستې ورځي خو د پنجاب صوبې پوليس په دې لړ کې د سېنېټ کمېټۍ ته متضاد بيانونه ورکوي.