د شمالي وزيرستان د متاثرينو ترمخه چې د پوځي عملیاتو له وجې د دوی کاروبارونو سره سره په سيمو کې سړکونو، سکولونو او نورو ودانو ته هم سخت ځيان رسيدلې دې نو حکومت ته پکار ده چې دې طرف ته هم خپل پام راوګرځوي
په پيښور کې وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ يو چارواکی وژلی دی. دا پوځي چارواکی ليفتنټ کرنل طاهر عظيم نومیده.
د پاکستان حکومت په یمن کې د مېشتو پاکستانیانو د خوندي راویستلو لپاره د چټکو ګامونو د پورته کولو هوډ ښکاره کړی دی.
د چیک جمهوریت وزیراعظم بوهوسلاو سوبوتکا د شنبې په ورځ یو ټیلې ویژن سره په خبرو کې ویلي دي چې هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا خپل هیواد چیک ته رسیدلې دي
د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې په يمن کې د کړکېچنو امنیتي حالاتو له کبله هلته مېشتې پاکستانۍ کورنۍ له ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
د امريکا فارن په پاليسي مجله کې مديحه افضل ليکي، خلک هغه پاکستان پيژني چې پکې سکولونو او بازارونه په نښه کېږي، اسامه بن لادن پکې پټ وو، ملاله يوسفزۍ په ډزو ويشتل شوې وه.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په قضايي جرګګۍ»عدالتي کميشن« د مشاورت لپاره نن «د نهې ورځ» د پارلماني ګوندونو د غړو يوه غونډه رابللې ده.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې له اووه کلن ځنډ پس تر سختې امنیتي څارنې لاندې د دغه ملک قامي ورځ لمانځل کېږي.
دحکومتي چارواکې په کراچۍ ښار کې د پنځه مشکوکه وسلوالو د وژلو او د څليرشت د نيولو دعوا کوي.
د جمعې په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو څخه د دغه هيواد د سېنټ لپاره پر خالي شوو څلورو څوکيو انتخابات تر سره شول. دا ډول اوس يو ځل بيا په سېنېټ کې د فاټا د غړو شمېر اته (۸) ته ورسېدی.
د پاکستان په کراچي ښار کې پرون (جمعه) د رينجرز ځواک د دوو سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ کسان نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، امریکا د باثباته، لوړ اقتصاد او د جمهوري پاکستان ملاتړې ده، او د دې لپاره له پاکستان سره هر ډول مرستې کول غواړي.
نور وښیئ