د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د هند او پاکستان لانجه په خبرو هوارېدای شي”

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د سېشنبې پر ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر اېس جېشنکر سره په اسلام اباد کې ولیدل.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د سېشنبې پر ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر اېس جېشنکر سره په اسلام اباد کې ولیدل.

د پاکستان د وزیر اعظم له دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي: نواز شریف په دې موقع ویلي پاکستان او هندوستان ته پکار دي چې د اړیکو او راشه درشه یوه نوې دریڅه پرانیزي.

نوموړي همداراز ویلي له هند سره په ټولو شخړو د خبرو او مذاکراتو د لارې پرمخ تګ غواړي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت سکرتر تر دې وړاندې (سېشنبه) په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل: پاکستان او هند دواړه د اختلافاتو پر کمولو او په ګډه کار کولو باندې راضي شوي دي.

ده همدا رنګه زیاته کړه چې پاکستان او هند دواړه پر دې راضي شوي چې پر کنټرول کرښه باندې ارامي او سوله ډېره زياته مهمه ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG