په لاهور کې پر کلیسا په شویو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د پنجاب پولیسو ویاندې نبیله غضنفر خبریالانو ته وویل، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په یوحنا اباد کې د کیتلېک فرقې چرچونو مخې ته هغه مهال ځانمرګې حملې وشوې چې عیسویان په عبادت بوخت ول.