د پاکستان سېنټ د ملک هغه یوازېنۍ ملکي اداره ګڼل کېږي چېري چې د ټولو صوبو استازي برابر شمېر لري خو د مذهبي اقلیتونو استازي په سېنټ کې د خپل شمېر په اړه ګیلې لري.
په کراچۍ ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهسې فرقه ایزې نښتې دوام لري چې په ترڅ کې یې د شیعه او سني ډلو ګڼ پلویان او مشران په نښه شوي دي.
د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د سېشنبې پر ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر اېس جېشنکر سره په اسلام اباد کې ولیدل.
د شېراني د پولیسو پر مشر په دې برید کې وژل شوي ساتونکي د پولیسو سرتېري ول، چې د دوو تعلق له ږوب سیمې سره او درېيم هغه د سنځاوۍ سیمې دی.
د پاکستان سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي دې هېواد ته د هند بهرنيو چارو د سکرتر سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدۍ لړۍ پيل، دواړو هېوادونو او سيمې لپاره مهم ارزوي
د کالام او مالم جبې پشمول د ملاکنډ ډويژن، هزاره ډويژن، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په غرونه واوره هم شويده چې له وجې یې يخ زیات شوی دی.
په داسې حال کې چې د هندوستان د بهرنيوو چارو سيکريټري به سبا يعني د مارچ په دريم تاريخ د پاکستان دوره کوي، پر پاکستان تور دی چې لا هم د ممبئ په حملو کې ککړې د لشکر طيبه وسله والې ډلې چې اوس يې نوم په جماعت الدعوه اړولی، ملاتړ کوي.
سیند حکومت په جرمونو کې د ککړو ډلو پر ضد د کاروایۍ په موخه د ډرون الوتکو د کارولو پرېکړه کړې ده . چارواکي وایي په دې موخه پولیسو ته دوه ډرون الوتکې ورکړل شوي دي او دا به د راتلونکې جمعې ورځې څخه په کال پیل کوي.
د پاکستان الیکشن کمېشن د سینټ په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو امیدوارانو وروستی فهرست خپور کړی دی.
د سينيټ لپاره ځيني اميدوارانو مشال ريډيو ته په دي شرط چې نوم به يې نه اخيستل کيږي، ويلي چې يو سيټ په کروړونو روپۍ دی. د سينيټ د چوکيوو د خرڅ د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي خو تر اوسه پورې سياسي ګوندونه په دي اړه سلا شوي نه دي.
په دي وورستيوو کې ځينو مطبوعاتو رپورټونه خپاره کړل چې د پاکستان د سينيټ چوکۍ په پيسو خرڅيږي. د دي کار د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي او پرون د وزيراعظم نواز شريف له خوا په دي اړه د خبرو لپاره يوه غونډه هم رابلل شوي وه.
د کلاعبدالله ضلعې ډپټي کمشنر محمد نعیم بازیي تېره شپه ناوخته مشال رېډیو سره په خبرو کې ووېل چې دا ۲ کلنه نجلۍ ده او نوم یې حنیفه بي بي دی
نور وښیئ