د کورمې د پاړه چینار بازار دوکاندرانو د بجلۍ د نه شتوالي پرضد احتجاج کړی دی. دوی د مارچ پر ۲۴مه د پاړه چینار بازار پر مرکزي لاره ټایرونه وسوځول. د بجلۍ وېش ادارې يو چارواکی انجینر عبدالماجد وايي، تر هغې چې دوکاندارانو تجارتي يا ميټرونه نه وي لګولي، ورته زیاته برېښنا نه شي ورکولای. ویډیويي رپورټ.