د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوړو اخیستو په وخت په ګڼه ګوڼه کې يو تن مړ شوی


د اوړو اخیستو په وخت په ګڼه ګوڼه کې يو تن مړ شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د سرکاري ارزانه اوړو ترلاسه کولو په وخت په ګڼه ګوڼه کې د يو ۷۰ کلن سړي تر مرګ وروسته، خلکو مظاهره کړې ده. دغه کس د خلکو تر پښو لاندې شوی وو. مظاهره چيانو ويل چې د داسې پېښو د تکرار مخنيوي لپاره دې حکومت اوړه کلي په کلي وویشي. چارواکو ويلي چې د موبايل اېپ له لارې یې په بېلابېلو سيمو کې د اوړو اخیستو ځایونه په نښه کړی نو ځکه دې خلک په يو ځای کې د ګڼې جوړولو پر ځای اوړه له خپله ځايه واخلي. په دې اړه د شبیر جان ويډيو راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG