د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چینار دوکاندارانو د بجلۍ لوډشېډنګ پر ضد مظاهره کړې ده


د پاړه چینار دوکاندارانو د بجلۍ لوډشېډنګ پر ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د کورمې د پاړه چینار بازار دوکاندرانو د بجلۍ د نه شتوالي پرضد احتجاج کړی دی. دوی د مارچ پر ۲۴مه د مظاهرې پر مهال تر څه وخت پورې د پاړه چینار بازار تړلی وو او پر مرکزي لاره یې ټایرونه وسوځول. د پاړه چينار د تاجرانو د اتحاديې یو مشر حاجي امداد حسین مشال راډيو ته وويل، که د بجلۍ ورکړې غوښتنه یې و نه منل شوه نو د راتلونکې جمعې پر ورځ بیا احتجاج کوي. دی وايي، د برېښنا نه شتون له کبله په روژه کې د دوکاندارانو کاروبار اغېزمنېږي. پاړه چینار بازار د کورمې لوی سوداګریز مرکز دی چې پکې شاوخوا ۶،۰۰۰ دوکانونه دي. په سیمه کې د بجلۍ وېش ادارې يو چارواکي انجینر عبدالماجد مشال راډیو ته وویل، تر هغې چې دوکاندارانو تجارتي يا ميټرونه نه وي لګولي، ورته زیاته برېښنا نه شي ورکولای. دی وايي، د بازار یوشمېر دوکاندارانو د برېښنا میټرونه لګولي خو بېلونه یې نه پرې کوي نو ځکه ورته تر یوه حده زیاته بجلي نه شي ورکولای. اخوا کاروباریان وايي، میټرونه لګول غواړي خو یوازې ۱،۷۰۰ دوکانونه د برېښنا میټرې لري. دوکانداران وايي چې يوازې ۱۷۰۰ دوکانونو ته د بجلۍ ميټرې لګېدلې دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG