روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار د اوکراینۍ پلازمېنې په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي داغلي دي. اوکرایني ولسمشر د هېواد د دفاع ژمنه کړې، خلکو ته یې د ارامه اوسېدو سپارښتنه کړې او په هېواد کې یې د پوځي قانون (مارشل لا) نافذولو اعلان کړی. تر حملې وروسته له پلازمېنې کییف څخه خلکو د وتلو هڅې کړې دي او پر سړکو