عايشه ګل خيبر پښتونخوا کې د پوليسو ليکو ته د ښځو ورتګ زياتول غواړي
د خيبر پښتونخوا لوړ پوړې پوليس افسره عايشه ګل وايي چې هلته دمګړی د پوليسو په ليکو کې د ښځو شمېر ډېر کم دی او نوموړې غواړي چې د دې د زياتوالي لپاره کار وکړي. عايشه ګل د خيبر پښتونخوا لومړۍ ښځينه پوليس افسره ده چې د اې ای جي پر څوکۍ کار کوي. له نوموړې سره د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه خبرې کړې دي.