د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ کب نیوونکو د حکومتي بندیزونو خلاف احتجاج ته دوام ورکړی


د کراچۍ کب نیوونکو د حکومتي بندیزونو خلاف احتجاج ته دوام ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

په کراچۍ کې د کب نیوونکو بېړیو مالکانو او کارکوونکو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې د بلوچستان په سمندري حدودو کې ورته د کبانو د نیولو اجازه نه ورکوي، احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی د فبرورۍ له ۱۵مې راهیسې په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته اجازه ورکړي چې په هر ځای کې کبان ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر کې حق غوښتلو په نوم غورځنګ تېر کال پرلت وهلی وو او پر حکومت یې ټینګار کاوه چې د ټرالرو یا لویو بېړیو له لارې د ماهیانو پر نیولو دې بندیز ولګوي ځکه چې په وینا یې هغه کار د وړو کب نیونکو کاروبار اغېزمن کړی دی. د کراچۍ کب نیوونکو په سمندر کې خپلې بېړۍ درولې دي او ګوادر ته یې د تلونکو کښتیو مخه نیولې ده. د پاکستان د سمندري بندرونو چارو وزیر علي زیدي بیا وايي، له احتجاج کوونکو سره یې خبرې اترې روانې دي او دا مسله به ژر هواره کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG