کوټه کې ټول ګوندیزې غونډې د مولانا ابوتراب د راخوشېکولو غوښتنه وکړه
لاهور کې د پاک – ترک سکول پخواني پرنسپل د تښتولو ضد اسلام اباد کې لاریون
د فاټا زده کوونکیو ترمنځ د ویناګانو سیالي
پېښور کې د 'مشالونه' مخکتنه
افغان چارواکي وايي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه حمله د درېیو حمله کوونکو د وژل کېدو سره پای ته ورسېده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې چې د حامد کرزي هوایي ډګر د برید په نتیجه کې، ۱۱ عام خلک ټپیان شوي او یوه مېرمن وژل شوې ده. ویډیو او ایډیټ: ولی سباوون او تمیم اخګر
ناديه هاشمي هغه افغانيالاصله امریکايي ښځه ده چې غواړي د امريکا په کانګرس کې په استازو جرګه کې څوکۍ تر لاسه کړي. دا ښايي په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوې افغانې د امريکا کانګرس ته ځان کانديد کړی. دا مېرمن په نړيواله کچه مشهوره لیکواله هم ده. ملالۍ بشير له ناديه هاشمي سره مرکه کړې ده.
ناټو، امریکا له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا تازه کړې
سوات پرېس کلب کې د پوليس پښتوادبي څانګې تر سیوري لاندې مشاعري تابيا شوي چې پکې د سوات نامتو شاعراو اديب عبدالرحيم روغاني ته پېرزوینې وړاندې کړل شوي. دغه مشاعرې ته د مشال ريډيو خبريال نيازاحمد خان هم ورغلي ول او دا راپور يي پر جوړ کړی دی.
وزیرستانیان وايي د شناختي کارډ جوړولو مهال نه یوازې تر سختو کړوانو او ځورونو لاندې تېرېږي بلکې ډېر خو یې د بډو او رشتونو په زور جوړوي. دوی غوښتنه کوله د نادرا خپل دوتر (دفتر) دې له بنو و شمالي وزیرستان ته یووړل شي. عمردراز وزیر یې ویډیو راپور کښلی
د خیبر پښتونخوا په سوات کې عدالت له مینګورې سره نزدې رحیم اباد پرایمري سکول ته د ودانۍ خالي کولو امر کړی. د سوات تعلیم څانګې مشر مشال ریډیو ته وویل چې د دې سکول د تنازعې په اړه یې له ډیر وخت راهیسې په عدالت کې مقدمه وچلوله خو ناکامه شو. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپوټ وګورئ
اووه کلنه مسکان هر سهار د شوکدر بازار کې د چرګانو سیخان پخوي او خپلې کورنۍ ته ګوله ډوډۍ مومي. د مسکان پلار وايي له غریبۍ په ټولو بچو زده کړې نه شي کولی او زیاتوي چی مسکان ترې هره ورځ پوښتنه کوي، پلاره سکول کې یې کله داخلوي، نو د ځان خلاصولو په پلمه ورته ووايي، سبا. د شاهنواز ترکزي ویډیو رپورټ
نور وښیئ