پېښور کې د 'مشالونه' مخکتنه
د مشال ريډېو له خپرونو جوړ کتاب 'مشالونه' مخکتنه وشوه چې پکې سياسي او مدني فعالانو د پوهنتون استادانو، شاعرانو او اديبانو ګډون وکړو. ګډونوالو په خپلو ويناګانو کې وويل چې پښتون قام د خپلو مشرانو له تاريخه ناخبره پاتې کړل شوي دي او په داسې حال کې په تاريخ او خپلو مشرانو د مشال ريډېو کتابونه د علم خپرولو یوه غټه هڅه ده. د ځلاند يوسفزي رپورټ