د فاټا زده کوونکیو ترمنځ د ویناګانو سیالي
په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو د زده کوونکو سازمان ‘ال فاټا سټوډنټس فورم‘ او غېرسرکاري سازمان ‘شهيد بوټو فاؤنډېشن له خوا يوه تقريري مقابله وشوه چې موضوع يې په فاټا کې د بشري حقونو وضع وه. ویناوالو غوښتنه وکړه چې قبايلي سيمو ته دې هم هغه ټول قانونونه وغځول شي چې د پاکستان په نورو برخو کې موجود دي. له اسلام اباده د محمدعمران راپور