په قبايلي سيمه مومند ایجنسۍ او د چارسدې په شبقدر تحصيل کې د بمي چادونو په څلورو بېلا بېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.
لومړۍ چاودنه بېګا (جمعه) د مومند ایجنسۍ په یکه غونډ تحصیل کې هغه مهال وشوه کله چې ناڅرګنده کسانو پر یو کور د لاسي بمونو برید وکړ چې په نتيجه کې يې شپږ ماشومان او پنځه