د لاسرسي ځای

اصف زرداري: پاکستان باید له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري


د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري ویلي دي چې حکومت د اصلاحاتو په نوم قبایلي ولس تیر باسي او حکومتي غړي هم د هغه کمیټۍ د سپارښتنو مخالفت کوي چې دوی پخپله جوړه کړې وه.په پېښور کې د چارشنبې پر مازدیګر یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت نوموړي زیاته کړه چې له لرې هېوادونو سره اړیکې ساتل ښه خبره ده خو باید له ګاونډي هېوادونو سره هم ښه اړیکې وساتل شي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG