مومند او شبقدر کې ۱۴ تنه ژوبل شوي
په قبايلي سيمه مومند ایجنسۍ او د چارسدې په شبقدر تحصيل کې د بمي چادونو په څلورو بېلا بېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل شوي دي. لومړۍ چاودنه بېګا (جمعه) د مومند ایجنسۍ په یکه غونډ تحصیل کې هغه مهال وشوه کله چې ناڅرګنده کسانو پر یو کور د لاسي بمونو برید وکړ چې په نتيجه کې يې شپږ ماشومان او پنځه مېرمنې ژوبل شوې. بل پلو د شوقدر په میرو کلي کې په دوو نورو پېښو کې کورونو ته لاسي بمونه غورځول شوي چې په هغوی کې هم یو تن ژوبل شوی دی. نن (شنبه) سهار بیا د شوقدر پر مېچني سړک د یو ښوونځي مخې ته چاودنه شوې چې یو زده کوونکی او د ښوونځي ساتونکی پکې ژوبل شوي دي. تر اوسه چا د دې پېښو مسوليت نه دی منلی. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیو وګورئ.