د چارسدې پر باچاخان پوهنتون د شلمې جنورۍ په برید کې د خدايي خدمتګار تحریک د مشر باچاخان د یو لاروي شاه حسېن زوی، فخرعالم هم وژل شوی وو. فخر عالم د پوهنتون مېلمستون سمبالوونکی وو. شاه حسېن وايي د زوی په مرګ یې نه دي ژړلي ځکه چې فخر عالم پر یوه داسې ورځ وژل شوي چې فخر افغان باچاخان هم په هغه نېټه