د لاسرسي ځای

تازه خبر

“تندلاري مسلمانان په بېلا بېلو نومونو وېشي”


“تندلاري مسلمانان په بېلا بېلو نومونو وېشي”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په هغه هېواد کې د مسلمانانو پرضد د بیان بازۍ خلاف خبردارې ورکړی دی، نوموړي په عېن حال کې د مسلمانانو پر مشرانو غږ کړی چې د سختدریځو لخوا د خپل نظر مطابق د اسلام تعبیر د وړاندې کولو خلاف دې وېناوې وکړي. نوموړی د چارشنبې ورځ د بالټيمور ښار یو اسلامي مرکز ته ورغلی وو، هلته یې د قران شریف او امریکايي تاریخ په رڼا کې خلکو ته د زغم اپیل کړی او ویلي یې دي پکار ده چې [موږ] د تعصب په بنیاد ولاړ سیاست او د دین په نوم د خلکو په نښه کول رد کړو. د اسلامي کانفرنس تنظيم لپاره د امريکا استازی ارسلان سلېمان او د مسلمان ټولنو لپاره د امريکا بهرنیو چارو دفتر ځانګړی استازی شارک ظفر وايي،د ولسمشر اوباما جومات ته تګ او هلته د هغه وینا د مسلمانانو پر ضد ځينو ويناو ته ځواب وو. په اړه د ډیوې راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG