د ټاپي پروژې امنیت د ولس همکاري غواړي
د افغانستان ولسمشر د ټاپي پروژې د امنیت په برخه کې د هغو ولایتونو له خلکو د همکاري غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې (نللیکه) پرې تېریږي. اشرف غني د چارشنبې پر ورځ د کندهار د سفر پر مهال وویل د ټېپي په برخه کې د ټول ولس مرسته غواړي، دا راز امنیتي ادارې او والیان صاحبان دې هم د دې منصوبې مرسته وکړي ځکه چې دا د افغانستان د مستقبل لپاره ډېر اهمیت لري. د دې منصوبې ترمخه به د ترکمنستان د افغانستان د لارې پاکستان او هند ته ۱۸۰۰ کیلومتره ګېس پایپ لاین غځول کېږي چې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار به تېریږي. افغان حکومت وایي چې د دې پروژې به یې هېواد هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي. خان محمد سیند، ویدیو او ادیت: تمیم اخګر