اېدورډ کالج د پښتونخوا په زړه پېښور کې دی چې ځوانان پکې لوړې عصري زده کړې کوي. لیکوال رابېن بروک سمیت د دغه کالج پخوانی پرینسیپل وو چې په ۲۰۰۰م کال یې د کالج یو شمېر تصویرونه کښلي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د پوهنې پر کیفیت تاکید کوي او وايي چې تر راتلونکو پنځه کلونو پورې به د پوهنې په نظام کې مثبت بدلونونه راشي. ولسمشر احمدزي دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د ښوونکي د ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړې.
د شمالي وزیرستان نژدې سل کورنۍ چې وړاندې په سرکاري سکولونو کې بانډه وې، له اېستلو وروسته اوس د بنو په ټاون شپ نومې سېمه کې له ستونزو او کړاؤنو ډک ژوند تېروي. نورحال د عمردراز وزیر په دې ویډیویي رپورټ کې.
رسنۍ که يو خوا د مالوماتو ورکولو يوه سرچينه ګڼل کيږي نو بلخوا د خلکو پر ژوند او ذهن هم زيات اغېز لري. دا چې پاکستاني رسنيو پر پښتنو ځوانانو څه اغېز کړی او دوی څه اخيسته ورڅخه کړې؟ له احمد شاه اعظمي سره څو تنو ځوانانو خپل نظرونه شريک کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو ورځو راهیسې د بارانونو روانې لړۍ د جلوزو کډوالو کیمپ استوګنو ته زښته ډېرې ستونزې اړولې دي. د جلوزو کډوال وایي، د بارانونو له وجې د هغوی خیمې څاڅي او د بې کورۍ د ژوند تر څنګ له سختې یخنۍ سره مخامخ شوي دي. نور حال د مشال راډیو خبریال غلام غوث په دې ویډیویي رپورټ کې
پخوا به ماشومانو په اخترونو کې د ساتېري لپاره پلاسټيکي موټر، ټکټر، بوغۍ، الوتکې، دوربين، ګړۍ او نور داسې شيان اخيستل، خو نن سبا چې د پښتنو سيمې ترهګرۍ او جګړو ځپلې دي، کاروباريان هم له دې څخه د ناوړه ګټې لپاره جعلي وسلې جوړوي او اوسني ماشومان د ساتېري لپاره اکثر په اخترونو کې جعلي وسلې اخلي.
د وزیرستان قبایلو مشران وايي، د پاکستان پوځ دعوا کې چې دوی د وزیرستان نیوي فیصده زمکه له وسله والو پاکه کړې ده، د دوی په خبره که په ریښتیا هم همدومره سیمه پاکه شوې نو بیا دې بې کوره کړل شوي کډوال پرېږدي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.
د پاکستان پنجاب صوبې یو وکیل عبدالقیوم بټ له خېبر اېجنسۍ تر کراچۍ په پښو امن یون پیل کړی چې د ده په وینا په ټول هېواد او پتېره د پښتونخوا او فاټا لپاره د امن پیغام خوروي. د شبیر جان ویډيو
د سوات خلکو ملالې یوسفزۍ ته د سولې نوبل جایزه ورکولو تر اعلان وروسته خوښي ښودلي او دایې د هغې پلرنۍ سيمې، سوات او پښتنو لپاره يو وياړ بللی. د ملالې يوسفزۍ د نوبل جايزې په اړه د سوات د خلکو نورې څرګندونې، د نیاز احمد خان په دي ويډيويي رپورټ کې
د جعمې پر ورځ د شمالي وزیرستان مشرانو بنو کې لویه جرګه کړي چې په کې سلګونو کسان ګډون کړي وو. دوی وايي، تر هغه وخت وزیرستان ته نه ځي چې حکومت وزیرستان له بدامنۍ پاک نه کړي. عمردراز وزیر یې ویډیو رالېږلې ده.
Residents of her home town of Mingora, in Pakistan's Swat district, told RFE/RL that Malala Yousafzai's Nobel Peace Prize is an honor for the region and for all of Pakistan.
ملالې یوسفزۍ ته د سولې نوبېل جایزه ورکولو تر اعلان وروسته د خېبر پشتونخوا په سوات کې د خلکو څرګندونې. نیاز احمد خان يې ويډيو رالېږلې ده.
نور وښیئ