پخوا به ماشومانو په اخترونو کې د ساتېري لپاره پلاسټيکي موټر، ټکټر، بوغۍ، الوتکې، دوربين، ګړۍ او نور داسې شيان اخيستل، خو نن سبا چې د پښتنو سيمې ترهګرۍ او جګړو ځپلې دي، کاروباريان هم له دې څخه د ناوړه ګټې لپاره جعلي وسلې جوړوي او اوسني ماشومان د ساتېري لپاره اکثر په اخترونو کې جعلي وسلې اخلي.
د وزیرستان قبایلو مشران وايي، د پاکستان پوځ دعوا کې چې دوی د وزیرستان نیوي فیصده زمکه له وسله والو پاکه کړې ده، د دوی په خبره که په ریښتیا هم همدومره سیمه پاکه شوې نو بیا دې بې کوره کړل شوي کډوال پرېږدي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.
د پاکستان پنجاب صوبې یو وکیل عبدالقیوم بټ له خېبر اېجنسۍ تر کراچۍ په پښو امن یون پیل کړی چې د ده په وینا په ټول هېواد او پتېره د پښتونخوا او فاټا لپاره د امن پیغام خوروي. د شبیر جان ویډيو
د سوات خلکو ملالې یوسفزۍ ته د سولې نوبل جایزه ورکولو تر اعلان وروسته خوښي ښودلي او دایې د هغې پلرنۍ سيمې، سوات او پښتنو لپاره يو وياړ بللی. د ملالې يوسفزۍ د نوبل جايزې په اړه د سوات د خلکو نورې څرګندونې، د نیاز احمد خان په دي ويډيويي رپورټ کې
د جعمې پر ورځ د شمالي وزیرستان مشرانو بنو کې لویه جرګه کړي چې په کې سلګونو کسان ګډون کړي وو. دوی وايي، تر هغه وخت وزیرستان ته نه ځي چې حکومت وزیرستان له بدامنۍ پاک نه کړي. عمردراز وزیر یې ویډیو رالېږلې ده.
Residents of her home town of Mingora, in Pakistan's Swat district, told RFE/RL that Malala Yousafzai's Nobel Peace Prize is an honor for the region and for all of Pakistan.
ملالې یوسفزۍ ته د سولې نوبېل جایزه ورکولو تر اعلان وروسته د خېبر پشتونخوا په سوات کې د خلکو څرګندونې. نیاز احمد خان يې ويډيو رالېږلې ده.
نن (پنجشنبه) له سعودي عربستانه د پاکستان ایرلاین هوایي شرکت الوتکې حاجیان پېښور ته ورسول. په دې الوتکه کې ۳۲۷ حاجيان سپاره ول او امکان دی چې نن دوه نورې الوتکې هم پېښور ته ورسېږي. تفصیل په دې ویډیو کې.
د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په مشرۍ قبایلي جرګې نن (پنجشنبه) په پېښور کې ویلي دي چې د شمالي وزیرستان ګډوال به په هغه صورت کې خپلو سیمو ته ستانه شي چې حکومت دوی ته له جنګ د دواړو خواوو د امن ضمانت ورکړل یې ده وویل،حکومت ته یې ددې ضمانت لپاره د یوې میاشتې وخت ورکړی دی.تفصیل په دې ویډیویي رپورټ کې.
دوزیرستان داغېزمنو شویو کډوالو قامي کمیټۍ په بنو کې ديوې دستورې پرمهال هغو کسانو ته ایوارډونه ورکړل چې دکډوالو په ستونزو یې نظر ساتلی،رپورټونه یې پرې جوړ کړي او هلې ځلې یې کړي دي. په دې لړ کې د مشال راډیو خبریالانو ته هم دبې وسه ولس داستازیتوب ایوارډونه ورکړل شوي دي.تفصیل په دې ويډیویي رپورټ کې.
د کابل امنیتي چارواکي وايي د پغمان د پېښې پنځه تنه مجرمان او د حبیب استالف اعدام شول. د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر مشال راډیو ته وویل چې د حبیب استالف په نامه انسان تښتوونکی او په پغمان کې د یوې کورنۍ په ښځو ۵ تنه ډله ییز جنسي تېری کوونکي نن (چارشنبه) په څرخي پله زندان کې
کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ په ارګ [ولسمشریزه ماڼۍ] کې د لوی اختر له لمانځه وروسته پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي. اشرف غني احمدزي وویل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره جګړه نه بلکې د افغانان خپل منځي خبرې په کار دي.
نور وښیئ