د جنوبي پښتونخوا د نورو سیمو په څېر په بوري (لورالايي) کې هم يو شمېر بانډاري ځوانان دي. عبدالرحمان لالا هم یو داسې سیمه ییز سندرغاړی دی چې په بانډارونو کې د بوري او شاوخوا سیمو ځوانان ورباندې راټول وي او دی بانډاري سندرې او کاکړۍ غاړې وايي. د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر د هغه دا سندره ثبت کړېده.