د غور ولایت لسګونه اوسیدونکو د دفاع وزارت د یوه چارواکي له خوا د لسګونه جریبه ځمکې د غصب په اعتراض د چهارشنبې په ورځ په کابل کې مظاهره وکړه.
مظاهره کونکو وویل، چې د دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مراد علي مراد د غور د لعل سرجنګل په ولسوالۍ کې د دوي ځمکې په زوره نیولي دي.