د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه. کورنۍ یې د چهارشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل، زوی یې په دې رسټورانټ کې شپه او ورځ د ګارسون او ګارډ په توګه کارکاوه څو د کور خرڅ وګټي او دومره پیسې جمع کړي چې کوژدن پرې وکړي.