په کندهار کې د ملي اردو د دوه سوه پېنځم اتل قول اردو چارواکي وايي چې په لومړي ځل یې هوايي عمليات کړي دي چې په برياليتوب سره يې پاى ته رسولي دي .
چارواکي وايي ملي اردو به تر هغه وخته پورې امتحاني عمليات کوي چې امنيتي چارې ورسپارل کېږي.
په کندهار کې د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد وايي چې سرتېرو يې خپل لومړني هوايي عمليات د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په ځينو جنوبي سيمو کې کړي دي.
په کندهار کې د مشال همکار سسید شاه سقیم عکسونه